په کابل کې چاودنې لږ تر لږه لس کسان وژلي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کابل: د افغانستان په پلازمېنه کابل کې نن سهار چاودنې لږ تر لږه لس تنه وژلي او شاوخوا ۴۰۰ یې تپي کړي دي. د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مایار مشال راډيو ته وویل چې روغتيايي مرکزونو ته د اوو کسانو مړي وروړل شوي دي. د وحیدالله مایار په وینا ، ټپي شوي زیاتره عام وګړي دي چې۴۸ ښځې او ۲۱ ماشومان هم پکې شامل دي. د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحماني بیا مشال راډیو ته وویل چې په دې پیښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۲۷تنه ټپیان دي. دا پیښه نن سهار وختي د کابل په اتمه امنیتي حاوزه کې د شاه شهید په سیمه کې شوې ده. د کابل د امنیه قومندان ویلي دي چې یو لارۍ موټر چې له چاودیدونکو موادو بار و، د ملي اردو د ځواکونو یوې قرارګاه ته يې نژدې ځان چوولی دی. ددې پیښې مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.