د افغانستان د پوځ ویاند وايي ، پر دفاع وزارت په شوي برید کې لږ تر لږه دوه پوځیان وژل شوي او اووه ژوبل دي.
د پوځ ویاند وايي یو کس چې پوځي وردي یې په غاړه وه د وزارت دننه یې پر سرتېرو ډزې وکړې. ویاند زیاتوي برید کوونکي ځانمرګی واسکټ هم اغوستی وو.
وسله والو طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي یې دي چې برید وسله والو ځانمرګو برید کوونکیو کړی دی. طالبان دعوه کوي پر داسې مهال یې د برید کولو موخه وه چې د فرانسې د دفاع وزیر له چارواکو سره د غونډې لپاره د وزارت ودانۍ ته تللو. فرانسوي چارواکي وايي د دفاع وزیر ګېرارډ لونګېټ د برید پر مهال د ودانۍ دننه نه وو.