د کراچۍ امن دسوات غوندې پوځي اپریشن غواړي.شاهي سید

Awami National Party Sindh provincial president Shahi saeed



ظفر کریمي مشال ریډیو کراچۍ

د عوامي نېشنل ګوند د سیند صوبې مشر شاهي سید په کراچۍ کې د باچاخان په مرکز کې خبرې غونډې ته ویلي چې د ښار په ځینو سیمو کې د کور شمېرنې بهیر په سمه توګه نه تر سره کیږي.

له مشال ریډیو سره په خبرو کې شاهي سید وویل چې له حکومته یې غوښتي چې د کورشمېرنې په لړ کې دي د دوي تحفظات لري کړي.

هغه وویل ً موږ ته د حېدراباد په ګډون له ډېرو سیمو څخه شکایتونه راغلي دي. بلکل موږ تحفظات لرو او په دې اړه موږ له ډي سي او سره خبره کړېده او حکومت ته به هم وایو. یو تنظیم دی چې نړۍ ته ښودل غواړي ،چې په کراچۍ او حېدر اباد کې یوازې دوی اوسېږي بل څوک نشته ً .

شاهي سید د سیند له صوبايي حکومته دا غوښتنه هم کړېده چې په یوه میاشت کې دننه دي د دوي له ګوند سره د تړلو د اسمبلۍ د غړو په انتخابي سیمو کې د پرمختګ کارونه پیل کړي.

هغه ویلي که چیري حکومت داسې ونه کړل نو دوی به له صوبايي حکومته د جدا کېدو او هم داسې نورو لارو چارو غور وکړي.

د مشال ریډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل چې ً د اتحادي ګوندونو حکومت په تېرو درو کلونو کې په دې کې بریالی نه شو چې په کراچۍ کې د هدفي وژنو مخه ونیسي.٬٬

شاهي سید وویل ، ً په کراچۍ کې د هدفي وژنو د مخنیوي یوازنۍ لاره دا ده چې هلته پوځي اپرېشن و شي. لکه د سوات په شان ،چې پوځ سخت دریځي ونیول او ختم یې کړل. دا پوځ یوازې د پښتنو لپاره یا د سوات او بونېر لپاره نه دی بلکه دې پوځ ته په کار ده چې د کراچۍ خلکو ته هم امن ورکړي.په کراچۍ کې چې کوم ترهګر نیول شوي دي ، که هغه د ولي بابړ قاتلان دي ، که د بشیرجان قاتلان دي او که هغه د اجمل پهاړي غوندې مجرمان دي حکومت ته په کار ده چې ا ولس ته وښي او موږ له رسنیو څخه هم دا غوښتنه کوو چې هغوي هم دا جرت وکړي چې د دې نیول شوو کسانو قومیت او ژبه مالومه کړي چې خلکو ته مالومه شي چې قاتلان څوک دي ً .

نوموړي وویل، د مشال ریډیو له لارې له پښتنو څخه دا غوښتنه کوی چې هغوی دي د کورشمېرنې په بهیر کې پخپله برخه واخلي. او خپله هغه دعوه دي ثابته کړي چې په کراچۍ کې څلوېښت ، پنځوس لکه پښتانه اباد دي.