قذافي په لیبیا کې اصلاحاتو راوستو ته تیار دی

د معمر قذافي یوه ویاند موسا ابراهیم ویلي قذافي په لیبیا کې د انتخاباتو کولو او په سیاسي نظام کې د اصلاحاتو راوستو ته تیار دی.

خو نوموړی وايي یواځې د لیبیا وګړي پرېکړه کولای شي چې قذافي دې د مشر په توګه پاتې شي او که نه. نوموړی وايي هېواد به یې له بهره لګول شوي شرطونه و نه مني. د بېلګې په ډول غربي هېوادونو ویلي چې قذافي دې خپله دنده پرېږدي. خو ویاند ویلي رژیم دې ته چمتو دی چې د نورې ډېموکراسۍ، شفافیت، د رسنیو ازادي او د درغلۍ ضد قوانینو په اړه پر وړاندیزونو وغږېږي.

دا څرګندونې پر داسې مهال شوې دي چې د قذافي ځواکونه د هېواد په ختیځ کې له یاغیانو سره په جګړه کې بند پاتې شوي دي. یاغیان غواړي د قذافي ۴۰ کلنه واکمني پای ته ورسوي.