د اوروپا د امنیت او همکارۍ ټولنې او اېس سي اي په قازقستان کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ پر شويو ولسمشریزو انتخاباتو انتقاد کړی دی.
دې ټولنې ویلي دي په دې هېواد کې د سمو ډېموکراټیکو انتخاباتو لپاره اړین اصلاحات نه دي عملي کړل شوي.
په خپل یوه بیان کې او اېس سي اي ویلي د یکشنبې په انتخاباتو کې هم هغه کمۍ لیدل شوې دي چې په تېرو ټاکنو کې لیدل شوې وې.
د منځنۍ اسیا د دې هېواد ولسسمشر نور سلطان نظر باییف تر راتلونکیو پینځو کالونو بیا ولسمشر ټاکل شوی دی. اویا کالن نظرباییف له شلو کالونو راهیسې د قازقستان ولسمشر دی.
د دې هېواد د ټاکنو کمېسون ویلي نظرباییف ۹۵،۵ فیصده رایې تر لاسه کړې دي.