عراقي چارواکي وايي په تکریت ښار کې دیرغمال شوو کسانو دخلاصون په عملیاتو کې د وژل شوو کسانو شمیره اته پنځوسو ته لوړه شويده . په وژلو شویو کسانو کې لږ تر لږه درې دپارلمان غړي ښودل کیږي.
په دغو عملیاتو کې نزدې سل تنه نور ژوبل شوي هم دي ، چارواکي وايي په ( صلاح الدین ) صوبه کې په بمونو ، چاودیدونکو واسکټونو او ګرنیټونو سنبال برمته ګر یو حکومتي دفتر ته ننوتلي وو او په زور یې خلک محاصره کړي وو .
عراقي حکومت په القاعده تنظیم باندې تورلګوي چې دداډول پېښو ترشا لاس لري.