لاس مينځلو نړيواله ورځ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن د اکتوبر ۱۵مه د لاس مينځلو نړيواله ورځ تر دې سرلیک لاندې،” راتلونکې مو په خپل لاس کې ده، راځئ چې يوځای پرمخ ولاړ شو،“ لمانځل کېږي. د لاس مينځلو نړيواله ورځ له ۲۰۰۸ کال راهيسي لمانځل کېږي. خو د دې ورځې ارزښت د کورونا وايرس جهاني وبا له وجې نور هم زيات شوي دي. له کورونا وايرسه د ځان ژغورلو لپاره د نورو لارو چارو ترڅنګ يوه ساده لار د لاس مينځل دي. د روغتيا نړيواله اداره وايي، لاسونه په بيا بيا په ساده صابن ومینځئ، مخ، پوزې، خولې، سترګو ته لاسونه مه وروړئ. دا چې لاسونه بايد څنګه ومينځل شي؟ د مشال رېډيو د مرکزي څانګې په دې ويډيو کې يې وګورئ چې ګل اياز پښتو کړې ده.