د شانګهای سرمشریزه کې طالبان نه دي بلل شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د شانګهای غړیو هېوادو دوه ورځنۍ سرمشریزه د سېپټېمبر پر ۱۶مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیلېږي.

افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی، خو طالبانو ته يې په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړې.

دا سرمشریزه په داسې وخت کې جوړېږي چې یوه میاشت وشوه چې طالبانو کابل نیولی دی او افغانستان چې هسې یې هم په نړیوالو مرستو تکیه کوله له نوي اقتصادي بحران سره مخامخ شوی دی.

طالبان تراوسه نه دي توانیدلي چې د مامورینو معاشونه ورکړي او په افغانستان کې د خوراکي موادو لوړې بیې راکابو کړي.

بل لورته د شانګهای غړي هېوادونه اندېښمن دي چې افغان کډوال به ورمات شي او دا اندېښنه هم لري که طالبان ناکامه شي دا ډله به ونه توانیږي چې د افراطي ډلو مخه په افغانستان کې ونیسي؛ د هغو ډلو چې پخوا له طالبانو سره ملګري وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د سېپټېمبر پر ۱۵مه په پلازمېنه دوشنبې کې دا خبره وکړه: "هېڅوک بېړه نه کوي چې طالبان پوره په رسمیت وپېژني، روسیه پر طالبانو څه بندیز نه لګوي او څه شرایط هم نه ورته ږدي. دوی خپل اهداف په خپله روښانه کړي دي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د طالبانود اهدافو په اړه بیا وویل: "دوی د ترهګرۍ پروړاندې او له نشه يي توکو سره د نورې مبارزې ژمنه کړې ده. همدا راز دوی ټولو ته ډاډ ورکړی دی چې ډېرې هڅې به وکړي، ګاونډیو هېوادو ته به د افغانستان له خاورې ګواښونه نه خپرېږي او دوی دا نیت نه لري چې ګاونډي هېوادونه بې ثباته کړي."

لاوروف زیاته کړه چې مسکو اوس دا څاري چې طالبان په خپلو ژمنو بشپړ عمل کوي که څرنګه؟!

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، هېڅوک بېړه نه کوي چې طالبان پوره په رسمیت وپېژني

د شانګهای د غړیو هېوادونو چین، روسیې، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، هند او پاکستان مشران په نننۍ غونډه کې برخه اخلي او تمه ده چې د جمعې په ورځ د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي دوشنبې ته ورشي او په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ۲۰۱۷م کال په جون میاشت کې د قزاقستان په سرښار استانه کې د شنګهایي همکاریو تنظیم د سرمشریزې غونډې په موقع پاکستان ته هم د دې تنظیم مستقل رکنیت ورکړل شوی وو. دا تنظیم ۲۰۰۱ م کال کې د چین په شانګهای کې جوړ شوی وو.