د بنو پولیس وايي، وسله والو په ښار کې یو وکیل ویشتلی دی.
د پولیسو ویاند اصف حسن مشال راډیو ته وویل چې د جون پر ۱۴مه ماسپښین مهال پر موټرسایکل سپرو "ناپېژانده وسله والو" د بنو تاڼې په حدودو کې پر وکیل بشیر رحمان برکي ډزې وکړې او هغه یې وواژه.
د ده په خبره، وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
د برکي ورور کامرېډ سلیم برکي مشال راډیو ته وویل، له هېچا سره دښمني نه لري.
تر اوسه دا روښانه نه ده چې پر وکیل ولې حمله شوې او د برید ذمه واري هم چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې کوي.