په غور کې پولیس سرتېري خپل څلور ملګري وژلي

چارواکي وايي، پولیس سرتېري په فېروزکوه کې خپل ملګري ویشتلي

د افغانستان د غور ولایت چارواکي وایي، یوه پولیس خپل څلور همکاران ویشتلي دي.

دا پېښه د مې پر نهمه شپې مهال د فېروزکوه ښار شمال ته په تیلک کاسي امنیتي پوسته کې شوې.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي مشال راډیو ته ویلي چې پولیس سرتېري د پهرې پر مهال پر خپلو ملګرو باندې ډزې کړي او تښتېدلی دی.

کریمي برید کوونکی د طالبانو نفوذي کس یادوي، خو طالبانو په دې اړه څه نه ‌دي ویلي.