د روس ازويستيا ورځپاڼې د اپرېل پر پنځمه راپور ورکړی چې په زندان کې بندي د کریملن منتقد الېکسي ناوالني د ټوخي او تبې له وجې روغتون ته وړل شوی دی.
ناوالني د اپرېل پر پنځمه په خپله انستاګرام پاڼه ولیکل، له هغه زندانه چې دی پکې ساتل کېږي درې بنديان چې ښايي د نري رنځ يا (ټي بي) پر ناروغۍ اخته وو روغتون ته انتقال شوی دي.
نوموړي ليکلي وو چې سخت ټوخی لري او د زندان ډاکټرانو چې دی یې معاینه کړی، ورته ویلي چې تبه یې له ۳۸.۱ درجو لوړه شوې ده.
ناوالني د روسي ولسمشر ولادیمير پوتن تر ټولو مشهور نقاد دی چې دا مهال د مسکو په ۱۰۰ کیلومترۍ کې د اصلاحي مرکز په دويم نمبر کالونۍ کې قېد دی.
۴۴ کلن ناوالنې د جنوري په میاشت کې له جرمني روس ته د بیرته ستنېدو په مهال د مسکو په هوایي ډګر کې ونیول شو.