امريکا د کورونا وايرس مخنيوي لپاره سفري بندیزونه بيا بحال کړل

ولسمشر جو بايډن د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره جوړه کړې ستراتيژي خبريالانو ته ښيي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن به د جنورۍ له ۲۵مې نيټې د کووډ-۱۹مې ناروغۍ په لړ کې له برازيل، ایرلېنډ، برتانيا او ۲۶ اروپايي هېوادونو څخه د غير امريکايانو د سفر بندېزونه په رسمي توګه بېرته بحال کړي.

د بایډن دا اقدام به د ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه امر چې نوموړي د خپل واک په وروستيو ورځو کې لاسليک کړی وو منسوح کړي. په دې امر کې د جنورۍ له ۲۶مې ڼیتې سفري محدوديتونه نرم کړل شوي ول. سفري بنديزونه په امريکا کې د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د بایډن د جارحانه مبارزې د پالیسۍ برخه ده.

په دې هېواد کې د جنورۍ تر ۲۴مې پورې په تر ۲۵ ملينه زياتو کسانو کې د کورونا وايرس تصديق شوی وو او څلور لکه ۱۷ زره ورڅخه مړه شوي ول.

پر اروپايي هېوادونو سفري بنديزونه د مارچ مياشتې له نيمايي او پر برازيل له مې مياشتې راهيسې لګېدلي دي. د بنديزونه معنی دا ده چې هغه غيرامريکايان چې په تېرو ۱۴ ورځو کې يې په دې کې یو هم دې هېواد ته تللي وي امريکا ته د سفر کولو اهل نه دي. د حکم له مخې په امريکا کې دايمي اوسېدونکي، د هغو کورنۍ او ځينې نور غير امريکايان کولای شي امريکا ته سفر وکړي.