د پاکستان پخوانی وزيراعظم مير ظفر الله خان جمالي ومړ

د جمالي د ۲۰۰۴ کال تصویر

د پاکستان ډان او نورو رسنيو نن د ډېسېمبر پر درېیمه خبر ورکړي چې ظفر جمالي څو ورځې وړاندې د زړه دوره راغلې وه او په راولپنډۍ کې د درملنې لاندې وو.

د نوموړي عمر ۷۶ کاله وو. مير ظفر الله خان جمالي د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د واکمنې پر مهال له ۲۰۰۲ز تر ۲۰۰۴ز پورې وزيراعظم پاتې شوی وو. د جمالي تعلق بلوچستان سره وو.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د پوځ مشر ظفر جمالي په مړينه خفګان ښودلي دي.