لغمان چارواکي وایي چې نن سهار شاوخوا لس بجې چې د لغمان د والي رحمت الله یارمل په موټریز کاروان د سلطان غازي بابا ښارګوټي په دروازه کې موټربم چاودنه شوې وه، اته تنه په کې وژل شوي ول او ۳۶ تنه یې ټپیان کړي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي چې په وژل شویو کې څلور تنه د والي ساتوونکي او څلور تنه ملکي وګړي دي.
دولتزی وړاندې وایي چې په ټپیانو کې هم دوه تنه امنیتي منسوبین او پاتې ۳۴ تنه ولسي وګړي دي.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل، چې نن سهار لس بجې شاوخوا د لغمان پر والي رحمت الله یارمل هغه مهال چې له مېلمستونه د دفتر په لور روان و، د سلطان غازي بابا د ښارګوټي دروازې ته څېرمه چاودنه شوې، خو والي ته پکې زیان نهدی رسېدلی.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه ده منلی.