د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، ډېر ژر به د افغانستان مرکچي پلاوی د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې د ګډون لپاره قطر ته ولاړ شي.
عبدالله عبدالله دا څرګندونې د سېپټېمبر پر اتمه په هیواد کې د شهید اونۍ د پیل په مراسمو کې د وینا پر مهال کړې دي.
نوموړي که څه هم د یاد پلاوي قطر ته د تګ نېټه ونه ښودله خو ویې ویل چې د افغانانو خپلمنځي خبرې اترې ډېر ژر پېلېدنکې دي.
په عین وخت کې د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان باید په دې پوه شي چې مذاکرات د دوی غوښتنو ته د تسلمېدو په معنا نه دي.
نوموړي ویلي چې افغانان په سوله کې ژوند غواړي وکړي، خو په دې سوله کې باید د خلکو تېرې قرباني له پامه ونه غورځول شي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک ویلي، تر اوسه د دوی د بندیانو پروسه وروستۍ شوې نهده او کله چې دا بهیر بشپړ شي، دوی به له افغان پلاوي سره مذاکرات پیل کړي.