د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د منځني ختیځ د پنځه ورځني سفر په پیل کې اسراییلو ته رسېدلی دی.
د نوموړي دا سفر د متحده عربي اماراتو سره د اسراییلو د اړیکو د نورمالېدو او د نورو عربي هیوادونو هم دې ته هڅولو لپاره چې "ورته اقدامات" وکړي، لپاره دی.
مایک پامپیو، د اګست پر ۲۴مه، د اسراییلو د وزیراعظم بنیامین نتن یاهو سره د هغه په دفتر کې ملاقات وکړ او ټاکل شوې وه چې دواړه به د امریکا په دریمګړیتوب د متحده عربي اماراتو او اسراییلو ترمنځ د شوي تاریخي تړون د اعلان پر جزیاتو خبرې وکړي.
اسراییلو او متحده عربي اماراتو د اګست پر ۱۳مه اعلان کړی و چې له یو بل سره بشپړې سفارتي اړیکې بیا بحالوي.
د سفارتي سرچینو په حواله، تمه ده چې د اسراییلو ترڅنګ به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر متحده عربي اماراتو، بحرین، اومان، قطر او سوډان ته هم سفر وکړي.