ننګرهار کې توپان او سېلاب لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي

چارواکي وایي، دا موندنې یې لومړنۍ دي او ممکن وروسته معلوماتو کې بدلون راشي

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې باران او ورسره توپان او سېلاب لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او یو شمېر کورونه‌ یې ویجاړ کړي دي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي، دغه سېلابونه د اګست د لومړۍ نېټې په سهار د ښېوې په شامل او کلټک کلیو کې راوتلي دي.

د خوږیاڼي په خبره، وژل شوي ۱۰ کسان تر خاورو او ویجاړیو لاندې وو چې مړي ‌یې موندل شوي دي.

دې طبیعي پېښه کې کرنیزو ځمکو او فصلونو ته هم زیان اوښتی دی.

د ننګرهار چارواکي وایي، دا موندنې یې لومړنۍ دي او ممکن وروسته معلوماتو کې بدلون راشي.