په عراق کې د احتجاج پر مهال دوه کسان وژل شوي

تر دې مخکې په نومبر کې هم بغداد کې حکومت ضد مظاهرې شوې وې

د بشري حقونو څارونکي او چارواکي وايي چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې دوه حکومت مخالف احتجاج کوونکي وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي.

دا پېښه د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په تازه نښتو کې شوې ده.

دا تاوتریخوالی د هغه احتجاج بیا پیلېدو خطر پیدا کړی چې د ۲۰۱۹ز په اکتوبر کې په بغداد او د هېواد په جنوب کې روان وو.

د کورونا وایرس له کبله ارام شويو هغو احتجاجونو کې تر ۶۰۰ زیات کسان وژل شوي ول.

هغه احتجاجونه د حکومتي درغلیو او بې صلاحیتیو پرضد پیل شوي ول.