د بې پولې خبریالانو سازمان د تاجکستان پر چارواکو غږ کړی چې هغه قانوني بدلونونه دې واپس واخلي چې د کورونا وايرس د ناروغۍ د ناسمو خبرونو خپرولو له وجې به لویې جرمانې لګوي.
د فرانس په پېرش کې مېشت دې سازمان خبر دارې ورکړی چې د دې ترميمونو له وجې به سنسر شپ زیات شي او د صحافت له ازادۍ سرغړونې کیدای شي.
د یاد سازمان د منځنۍ اسیا او ختیځې اروپا لپاره مشرې جين کويلير ویلي چې د ا مبهم قانون مالوماتو ته د لاس رسي حق ته زیان رسولای شي.
د تاجکستان حکومت لومړی ادعا کړې وه چې په هيواد کې د کورونا وايرس هيڅ پیښه نه ده ثبت شوې او ولسمشر امام علي رحمان د ناروغۍ خپريدو مخنيوي لپآره د خلکو تر منځه د فاصلې او نورو محدودیتونو په اړه د نړۍ والو پوهانو خبر داري له پامه غورځولې.
د حکومت له شميرو سره سم په تاجسکتان کې شاه خوا ۴۶۹۰ کسان کورونا وايرس ناروغه کړي او ۴۸ يې وژلي دي.