طالبان وايي چې د اپرېل پر ۱۲مه به له خپلو زندانونو څخه ۲۰ تنه بندیان خوشې کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اپرېل پر ۱۲مه پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې د افغان حکومت اړوند دا شل بندیان به له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته په کندهار کې د سره صلیب ادارې ته وسپارل شي خو تراوسه د دې کسانو د خوشې کېدو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
تر دې مخکې افغان حکومت د اپرېل پر ۱۲مه سل تنه نور طالب بندیان له بنده خوشې کړل چې په دې توګه تر اوسه ۳۰۰ طالبان د افغان حکومت له زندانونو خوشې شوي دي.