د خیبر پښتونخوا د اهل تشیع ټولنې (امامیه جرګې) د جنورۍ پر ۱۰مه د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژنې ضد په ټوله صوبه کې احتجاج اعلان کړی دی.
د امامیه جرګې مشرانو او غړو د جنورۍ پر نهمه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې د پاکستان حکومت دې د جنورۍ پر درېیمه په بغداد کې په امریکايي ډرون برید کې د ایراني قدس ځواک د مشر د وژنې غندنه وکړي.
دوی دا غوښتنه پر داسې مهال کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي د جنورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل چې هېواد یې د امریکا او ایران د ترینګلتیا د کمولو هڅو ته تیار دی خو په جګړه کې ښکېلېدل نه غواړي.
تر نوموړې مخکې وزیراعظم عمران خان هم د جنورۍ پر اتمه پر ټوېټر همدا خبره کړې وه او ویلي یې ول چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ایران، سعودي عرب او امریکا ته استوي چې هغوی ته پیغام ورکړي چې پاکستان د سولې هلو ځلو ته تیار دی خو د هېڅ جګړې برخه نه جوړېږي.