ملګرو ملتونو د روهنجیا کډوالو لپاره نوی قرار داد منظور کړ

روهنجیا مسلمان

د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ يو قرار داد منظور کړي چې پکې په برما کې د روهنجیا مسلمانانو پرضد د بشري حقونو سرغړونې غندل شوي.

د ډېسېمبر پر۲۷مه د ۱۹۳ غړيو جنرل اسمبلۍ کې د دې قرار داد په حق کې ۱۳۴ غړيو رای ورکړې او نهو غړيو يې مخالفت وکړل او ۲۸ غیر حاضر غړي هم د دې قرار داد په حق کې وو.

په قرار داد کې د برما پر حکومت غږ شوي چې په راخين، کاچين او شان ریاستونو کې د روهنجیا مسلمانانو او نورو اقليتونو پرضد په سمدستي توګه د کرکو او نفرت مخه ونيسي.

په قرار داد کې ګاونډي هېواد بنګله ديش ته د روهنجیا مسلمانانو د ورتګ په اړه خبردارې ورکړل شوی، بنګله ديش ته په تېرو څلورو لسیزو کې ۱۱ لکه روهنجیا مسلمانان کډوال شوی دي چې پکې د ۲۰۱۷ز کال د اګست میاشتې شاوخوا اووه نيم لکه هم پکې شامل دي.