په البانیا کې د سختې زلزلې راوروسته تېره شپه هم د نړېدلو ودانیو ماتو ګوډو کې په ژوندي پاتې کسانو پسې لټون روان و.
د دوشنبې په سهار وختي دې زلزله کې لږ تر لږ ۲۳ کسان وژل شوي او تر ۶۵۰ زیات نور ژوبل شوي دي.
راپورونه وايي چې په ساحلي ښار دوریس او تومان ښارګوټي کې لا هم لسګونه کسان د نړېدلو ودانیو ماتو ګوډو لاندې بند پاتې دي.
پرون داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې لسګونه کسان په خوندي توګه ژغورل شوي.
دا څرګنده نهده چې ایا لاهم ژوندي پاتې شوي کسان بند پاتې دي کنه.
کوسوو او مونتهنګرو د لټون او ژغورنې ځانګړې ډلې او ځانګړي پولیس البانیا ته استولي څو د ژغورنې په چارو کې مرسته وکړي.