په افغانستان کې د دريو طالب زندانیانو په بدله کې د وسله والو طالبانو په ولکه کې د دوو بهرنيو برمته شوو کسانو د خوشي کولو مامله تر اوسه ګونګه ده.
درې ورځې مخکې افغان ولسمشر اشرف غني ددې ماملې اعلان کړې وو .
بلخوا افغان حکومت دا ګام د حکومت او طالبانو تر منځه د نيغ په نيغه خبرو لپاره يو مهم پرمختګ بللو ځکه چې افغان طالبانو افغان حکومت سره د خبرو اترو نه انکار کړی وو او ويلي یې وو چې د هغوی په وینا د کابل ګوډاګي حکومت سره خبرې نه کوي.
خو بلخوا تيره ورځ د افغان طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وویلي چې د تبادلې ټاکلي ځاي ته درې طالب قيدیان په صلا شوي وخت ونه رسیدل او هغوی اوس هم د حکومت په ولکه کې دي.
د دغو طالب قيدیانو په بدل کې به په کابل کې د امريکاي پوهنتون هغه دوه پروفيسران خوشي کيدل چې د ۲۰۱۶م کال د آګست په مياشت کې طالبانو تښتولي وو ، دغو کې يو امریکایی او بل د استریلیا اوسېدونکی دی.