امریکايي سېنټرانو یو کردي کومندان ته د ویزې ورکولو غوښتنه کړې

د کردانو په مشري د شامي ځواکونو قومندان جنرل مظلوم کوباني.

د امریکا ریپبلکن او ډېمو کرېټ ګوندونو د سېنټرانو یوې ډلې د امریکا بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې د کردانو په مشري د شامي عسکرو (SDF) یو کمانډر ته دې د امریکایي ویزې ورکولو کار تیز کړي چې دا شان هغه په واشنګټن کې د کانګرس غړیو ته د شام پر حالاتو تفصیل ورکړي.

د اکتوبر پر ۲۳مه د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یو لیک کې ریپپلکن سېنټرانو لېنډ سې ګراهم او مارشا بلیک برن او ډیموکرېټ سېنټرانو کرېس وان هولن، جین شاهین او رچرډ بلیو منتل غوښتنه کړې چې کمانډر جنرل مظلوم کوباني ته دې ژر تر ژره ویزه ورکړي.

دغو سېنټرانو په خپل خط کې ویلي دوی د شام په شمالي سیمو کې د روانو حالاتو په اړه سخت اندېښمن دي.

دوی دا هم ویلي د کمانډر کوباني امریکا ته سفر به د کانګرس او ولسمشر ډانلډ ټرمپ دواړو لپاره ګټور وي.