په لبنان کې په سلګونه زره کسان د مالي درغلۍ او اقتصادي جمود په خلاف د احتجاج لپاره لارو کوڅو ته راوتلي دي.
د بيروت ، طرابلس او نورو ښارونو سړکونه له خلکو ډک دي چې بيرغونه رپوي،د انقلاب او د رژيم ړنګولو شعارونه ورکوي.
دا له هغه وروسته تر ټولو لويې مظاهرې دي چې حکومت د اکتوبر پر ۱۷ مه نېټه پر وټس اېپ او نورو موبايل پيغامونو د نوي ټیکس لګولو وړاندېز وکړ.
په څو ورځو کې دننه مظاهرې د سياسي نظام په پوره توګه د بدلولو، د سپما د اقداماتو له منځه وړلو او د بنيادي ډهانچې د ښه کولو په غوښتنو بدلې شوې.
نړيوال بانک وايي چې د لبنان شاخوا ۳۳ فيصده وګړي غريبان دي.
له دې سره سره له شامه د ۱۵ لاکه کډوالو له ورتګ سره د دې هېواد پر وسايلو فشار زيات شوی دی.