عراق: په احتجاجونو کې د وژل شوو شمیر ۹۳ ته رسیدلی

په بغداد کې د احتجاج یو منظر

نن د عراق د پارلیمان بشري حقونو کمیشن ویلي، په بغداد او نورو ښارونو کې په احتجاجونو کې د وژل شوو شمیره ۹۳ ته رسیدلې ده.

د کمیشن په وینا، په دې هېواد کې نن په پنځمه ورځ هم د بې روزګارۍ، خراب ولسي خدماتو او د درغلیو پر ضد احتجاجونه دوام لري چې پکې څلور زره کسان زخمیان شوي هم دي.

د مرګ ژوبلې دا تازه شمیرې له هغې یو ورځ وروسته مخې ته راغلي چې د عراق یو مذهبي مشر مقتدا الصدر په ټول هېواد کې د احتجاجونو زیاتېدو وروسته له حکومته د مستعفي کېدو او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د ژر تر ژره انتخاباتو غوښتنه کړې وه.

په بغداد کې احتجاج کونکو تحریر څلور لارې ته چې تړل شوې وه، د رسېدو هڅه کوله او دغه مهال د امنیتي ځواکونو او احتجاج کونکو ترمنځ نښتې او ډزي وشوې .

د پوځ رسنۍ وايي، په بغداد کې د نامعلومه کسانو له لورې په ډزو کې دوه پولیس او دوه عام وګړي هم وژل شوي دي.

په بغداد او نورو ښارونو کې د اکتوبر له لومړۍ نیټې راهیسي د خرابو ولسي خدماتو، بې روزګارۍ او درغلیو پر ضد احتجاجونه پیل شوي دي.

د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي د احتجاج کونکو د جایزه غوښتنو منلو ژمنه کړې ده خو دا خبرداری یې هم ورکړی دی چې د عراقیانو د ستونزو هوارولو کومه جادویي حللاره نه لري.