سختدریځه ډلې څنګه دیني عقاید کاروي؟

د ښي لاسې او چپ لاسې سختدریځه ډلو پرته د سختدریځۍ نورې بڼې څه دي؟ زموږ په ټولنو او سیمه کې د سختدریځۍ فکر او عمل سیاسي بللای شو او که نه د مذهب او عقیدې عناصر پکې مهم رول لوبوي؟ دا دواړه پوښتنې د "ټولنیزې شبکې او سختدریځي" خپرونې د لړۍ د درېیمې برخې موضوع جوړوي.

د خپرونې په دې برخه کې د تېرې اوونۍ بحث لږ نور پر مخ بیایو او پر دې غږېږو چې له ښي لاسې او چپ لاسې سختدریځۍ اخوا د سختدریځه افکارو بڼې وڅېړو.

تاسې ته معلومه ده چې د سختدریځۍ له تعریفه واخله تر اقسامو او اشکالو پورې یې پوهان او څېړونکي بېلا بېل دریځونه لري.

په ۲۰۰۱ز کال کې پر امریکا تر بریدونو وروسته چې د ترهګرۍ ضد جګړه پیل شوه نو د پاکستان او افغانستان په ګډون، په منځني ختیځ، ځینو افریقايي هېوادونو او غرب کې یو شمېر ډلو سر پورته کړ چې په عمومي توګه یې د تاوتریخوالي د استعمال له لارې خپلو اهدافو ته د رسېدو هڅې وکړې.

بشپړه خپرونه په غږیزه بڼه دلته واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سختدریځه ډلو نظریات او اشکال


پوهان وايي، د دې ډلو پر افکارو او نظریو د پوهېدو لپاره د ژورې مطالعې او څېړنو اړتیا ده.

د ډېنمارک د نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د نړیوال امنیت څېړونکې هېلې مالموېګ یو له هغو پوهانو څخه ده چې غواړي نه یوازې تر ژورې مطالعې وروسته یوه ډله وپېژني بلکې د هرې ډلې پر نظریې او عمل د پوهېدو لپاره د هغو سیمو کلتور، جغرافیې، سیاست او تاریخ هم په نظر کې وساتي.

د ټولنیزې شبکې او سختدریځي تېرې خپرونې

سختدریځي څه ته وايي؟

سختدریځي څومره بڼې او اشکال لري؟

مالموېګ وايي، د بېلا بېلو ډلو د نظریو او عمل د شننلو لپاره اړینه ده چې یوه سمه اکاډیمیکه پیمانه وکارول شي:

"د بېلا بېلو ډلو څېړلو ته یوه پیمانه موجوده ده. دا پیمانه اصلاً د خلکو د تحریک او ځان سره د یو ځای کولو لپاره د ډلو پر نظریو، افکارو، عقایدو، د تاوتریخوالي پر استعمال، د ولسي وګړو پر وړاندې د ترهګرو پر بریدونو او پر دې ولاړه ده چې ایا ډله په شخړه یا جګړه کې ونډه لري او که نه؟ نو دا هر څه موضوع لا پېچلې کوي."

دین، عقیده او سیاست

هېلې مالموېګ په منځني ختیځ کې د ځینو سیاسي او وسله والو ډلو په اړه زیات کار کړی دی او وايي، موضوع هغه مهال لا پېچلې شي چې یوه ډله د نړۍ په یوه برخه کې ترهګره وبلل شي خو په خپله ټولنه کې سیاسي بڼه ولري:

"اکثر داسې کېږي چې ځینې غورځنګونه – لکه حماس او حزب الله درواخله – په امریکا او اروپايي ټولنه کې ترهګرې بلل کېږي او د بندیزونو په لېسټ کې دي. خو دا دواړه ډلې سیاسي ګوندونه هم دي. [حماس او حزب الله] د لبنان د سیاست، ټولنې او حکومت برخه دي. خو دا دواړه ډلې خپل پوځ یا ملېشه هم لري. نو له دې نظره یې که وګورو نو حزب الله یوازې ترهګره یا سختدریځه ډله نه بلکې تر ډېره سیاسي هم ده."

د لندن د ختیځ او افریقايي مطالعاتو د پوهنتون څېړونکې عایشه صدیقه د سختدریځه ډلو د اشکالو او بڼو موضوع د منځني ختیځ پر ځای د جنوبي اسیا په تناظر کې څېړي.

پر ۲۰۱۷ز په ماینمار کې پر مسلمانو روهنجایانو تر بریدونو وروسته لسګونه زره کسان کډوالۍ ته اړ شول.

نوموړې وايي، د جنوبي اسیا په ټولو هېوادونو کې یو شی مشترک دی او هغه دا چې په دې سیمه کې ډلو اکثر خپلو مقاصدو ته رسېدو لپاره اسلام، هندو مذهب او بودايي دین او عقاید کارولي:

"زموږ سیمه ډېر [مذهبي] رنګونه او قسمونه لري. [په جنوبي اسیايي ټولنو] کې مذهب ډېر رول لري. که ته غربي ټولنو ته وګورې نو هلته مذهب له عقل او فکر سره تړل شوی. د دې دا معنا نه ده چې په غرب کې مذهب ارزښت نه لري. بلکې د دې معنا دا ده چې که خپلې ټولنې ووینو نو موږ دلته پر مذهب او عقایدو بحث نه کوو چې ورسره یوه ستونزه حل شي. بل زموږ په سیمه کې په هر مذهب کې د سختدریځۍ عنصر موجود دی. که په پاکستان او افغانستان کې اسلام واخلې نو سختدریځه افکار پکې شته. په هند کې د 'هندوتوا' په نوم سختدریځه افکار دي. که ته سریلانکا یا ماینمار ته ورشې نو هلته داسې بودایان دي چې د تاوتریخوالي یا سختدریځۍ پلویان دي. نو داسې ښکاري چې دلته خلکو د هر ډول شخړې او جګړې لپاره له مذهبي سختدریځۍ څخه د کار اخیستو نیت کړی."

سختدریځه ډلې: سیاسي، که دیني؟

د عایشې صدیقې دریځ یو خوا ته. په غرب کې د هېلې مالموېګ، لین هینسن، ژاک دریدا، اېډورډ سید او د رېچرډ جیکسن په ګډون ځینې نور پوهان دا وايي چې سختدریځه نظریات، سختدریځه ډلې، وسله والې ډلې مذهبي نه بلکې سیاسي وي او د سیاست په تناظر کې باید وڅېړل شي.

د جرمني د هایډلبرګ پوهنتون د سیاسياتو څانګې څېړونکی وحید وطنیار له یادو پوهانو سره تر یوه حده موافق دی خو وايي، دیني او مذهبي سختدریځه ډلې د عقایدو پر اساس د تاوتریخوالي لوري ته ځي: "که چېرې تاسې وګورئ نو همدا دیني ایډیالوژۍ چې دي، دا په خپله اوله مرحله کې د دې [پوهانو] د تعریف په [چوکاټ] کې برابرېږي، خو که تاسې یې اوږدمهاله [شننه] وکړئ نو چې له لومړي پړاوه بل ته وراوړي نو بیا تاوتریخوالي ته لمن وهي."

ځینې ډلې وي چې له مذهبه الهام اخلي. په منځني ختیځ کې موږ یو شمېر سیاسي ګوندونه هم لرو چې د عقایدو پر اساس خلک متحرکوي.
هېلې مالموېګ

خو هېلې مالموېګ له وطنیار او عایشې صدیقې سره موافقه نه ده او وايي، دا سمه ده چې د ځینو ډلو نظریات ښايي په مذهب کې ریښه ولري، خو اصلاً د هغوی کړه وړه سیاسي وي.

نوموړې زیاتوي چې له کره پیمانې سره سم، هر څېړونکی باید د ډلو تاریخ، کلتوري او مذهبي ریښې، نظریات او عمل یو ځای وڅېړي چې په اړه یې یوې مناسبې نتیجې ته ورسي:

"ځینې ډلې وي چې له مذهبه الهام اخلي. داسې ډلې چې ځینې اسلامي عقاید لري او ځینې فرقه ییزه مفکورې لري. په منځني ختیځ کې موږ یو شمېر سیاسي ګوندونه هم لرو چې د عقایدو پر اساس خلک متحرکوي. د مثال په توګه، القاعده او اسلامي دولت ډلې د ترهګرو په ګروپ کې راځي. له دې علاوه موږ ځینې ملېشې لرو چې نه یوازې په ترهګرو فعالیتونو کې لاس لري بلکې په جګړه کې هم ونډه لري، لکه په عراق او شام کې شیعه ملېشې چې د اسلامي دولت ډلې ضد جنګېدې یا جنګېږي. په دې کې حزب الله هم شامله ده. همداراز، موږ داسې ډلې هم لرو چې په تاوتریخوالي کې مستقیم رول نه لري بلکې سیاسي هلې ځلې کوي لکه د مصر اخوان المسلمین."

یو متن، بېلا بېل تعبیرونه

ډاکتره عایشه صدیقه وايي، هغه سختدريځه او وسله والې ډلې چې د بېلا بېلو مذهبونو په نوم خلک جذبوي، تاوتریخوالي ته لمن وهي او خپلو مقاصدو ته رسېدل غواړي، اصلاً د مذهبي افکارو ځانګړې تشریح کوي.

نوموړې وايي، الهامي کتابونه او متنونه یې هم هسې دي چې پخوا ول، اصلاً دا د هغو کتابونو د تعبیر بڼې دي چې ځینې ډلې سوله ییزې وي او ځینې بیا تاوتریخوالی کاروي: "د [ټولنیزو چارو څېړونکي] ډاکتر طارق رحمان په خپل کتاب کې ښيي چې خلک او ډلې مذهب څنګه او په څو طریقو تعبیروي. ګوره، زموږ مذهبي کتاب خو یو دی او په هم هغه پخواني شکل او بڼه موجود دی. خو چې دا کتاب په څه طریقه تشریح کېږي او تعبیرېږي، له دې سره د خلکو عقاید هم په نوې بڼه بدلېږي. الهامي متن خو پر خپل ځای وي. خو تعبیر یې د خلکو عقاید جوړوي. نو د عقیدې شکل تل انسانانو جوړ کړی. نو عقیده یوازې سیاسي نه وي. سیاست خو د مذاکراتو او خبرو اترو نوم دی. په سیاست کې تاسې پر خپلو ګټو له بل سره بحث کوئ او بیا نتیجې ته رسېږئ. خو سختدریځي یو طریقه ده چې پکې د عقیدو، ټولنیزو او اقتصادي ګټو یا جنسي توپیر په اړه خلک خپلې سرچینې استعمالوي او زور کاروي. نو دا سمه ده چې دا هر څه یو سیاسي اړخ لري. خو زه له دې سره موافقه نه یم چې د دې هرڅه له عقیدې سره هېڅ سروکار نشته."

د بحث لنډیز

د ټولنیزې شبکې او سختدریځي خپرونې په درېیمه برخه کې خبر شوئ چې د سختدریځۍ له تعریف او اشکالو واخله، په ډلو کې د توپیر کولو او د ډلو تر پېژندو پورې ټول داسې موضوعات دي چې پوهان یې په اړه یو دریځ نه لري.

تاسې ولوستل چې په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې داسې ډېرې ډلې دي چې نه یوازې مذهبي افکار کاروي بلکې تاوتریخوالی هم کوي او ورسره په خپلو ټولنو کې د سیاسي ګوندونو په بڼه هم څرګندېږي.

پوهان وايي، ځینې ډلې د مذهبي افکارو تعبیر او تشریح په داسې طریقو کوي چې ورسره هغوی خلک د تاوتریخوالي استعمال ته وهڅوي او له دې لارې خپلو مقاصدو ته ورسي.