د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ناڅاپي توګه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له دندې لرې کړ.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ پر ټویټر ولیکل چې ” ما تیره شپه جان بولټن ته خبر ورکړ چې په سپینه ماڼۍ کې د ده خدمت ته نوره اړتیا نشته.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې زه د نوموړي له ډیرو وړاندیزونو سره سخت مخالف وم او همداسې چې په اداره کې ګڼ نور هم ورسره ( مخالف ) وو. “
نوموړي لیکلي چې له جان بولټن څخه یې استعفی غوښتې وه او هغه د لسم سپټمبر په سهار ده ته سپارلې وه.
ولسمشر ټرمپ د جان بولټن د خدمت مننه کړې او ویلي یې دي چې راتلونکې اونۍ به د ملي امنیت د سلاکار څوکۍ ته نوی کس ونوموي.
په عین حال کې سپینې ماڼۍ د دې پخلی کړی دی چې ولسمشر ټرمپ د جان بولټن مرستیال د هغه ځای ناستی ټاکلی دی.