د کابل یوشمېر وګړیو نن د سپټمبر په درېمه، سهار په قابل بای کې د ګرین ولېج (زرغون کلي) مخې ته مظاهره وکړه.
هغوی غوښتل چې بهرنۍ ادارې او بهرني اتباع له هغه ځایه بلې سیمې ته وایستل شي.
د کابل پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وایي چې امنیتي ځواکونو د مظاهرهچیانو امنیت نیولی دی.
د کابل پولیسو په وینا، پر زرغون کلي تر چاودنې وروسته پنځه وسلهوال هم ووژل شویو چې په سیمه کې پټ شوي ول او د حملې پلان یې درلود.
پولیسو ویلي چې ۴۰۰ بهرني وګړي یې د پېښې له ځایه وژغورل او امن ځای ته یې ولېږدول.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې په سیمه کې یې د پاک کارۍ عملیات نن سهار په پنځو بجو پای ته رسېدلي دي.
دا د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل راهیسې ۱۸مه خونړۍ حمله ده چې په کابل کې کېږي.
په دې حملو کې ۱۹۳ کسان وژل شوي او ۸۹۷ تنه زخمیان شوي دي.