د جنوبي وزيرستان ځينو اميدوارانو د ضلعې انتظامیې پر هغه اعلامیه نیوکې کړې چې پر انتخاباتي کمپاين د ممکنه بريدونو په باب یې جاري کړې ده.
په قبايلي ضلعو کې د جولای پر شلمه انتخابات کېږي او په هغو سيمو کې انتخاباتي هلي ځلي رواني دي. د جنوبي وزيرستان ځينو کانديدانو په سېشنبه مشال راډيو ته وويل چې په سيمه کې له وړاندې ۱۴۴دفعه لګېدلې ده او بايد انتظاميه دا اعلامیه واپس واخلي. د سيمي يو کانديد تاج وزير وويل:
"د کمپین پر وخت دغه ډول نوټیفیکشن ګرسره حوند نه کوي. دا پر انتخاباتو اثرات اچوي، پر کمپاین اغېز کوي."
د جنوبي وزيرستان مرستيال کميشنر نعمان افضل اپرېدی وايي، د انتخاباتو لپاره يې امنيتي ګامونه پورته کړي دي او کانديدان دې په کراره خپل انتخابې کمپاين کوي.