په خوست کې د کتاب لوستنې اوونۍ ولمانځل شوه

د خوست د نندارتون یوه څنډه

خوست ـ د خوست حکومتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د کتاب لوستنې د فرهنګ د دودولو په خاطر عامه کتابتونونه جوړوي.

دوی زیاتوي، د ټولو ولسوالیو لپاره د نویو تاسیساتو په پلان کې هم د مجهزو کتابتونونو جوړول په پام کې نیول شوي دي.

مسوولینو یادې څرګندونې د مې پر ۱۹ په خوست کې د کتاب لوستنې اوونۍ د لمانځنې او د کتابونو د نندراتون د پرانیستې پر مهال وکړې.

په خوست کې د کتاب لوستنې اوونۍ ولمانځل شوه

د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، د ځاځي میدان، تڼیو او اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې به درې عامه کتابتونونه جوړ شي.

دی زیاتوي، ولسوالیو لپاره د نویو کمپلیکسونو په پلان کې هم مجهز کتابتونونه په پام کې نیول شوي دي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدانور زاهد وايي، دوی هم پدې ولایت کې په همدې مناسبت غونډه رابللې او د کتابونونو نندارتون يې جوړ کړی دی.

ده وویل، یاد نندراتون به د اوونۍ تر پایه د محصلانو، زده کوونکو او نورو روڼ اندو پر مخ پرانیستی وي.

افغانستان چې ځوان نسل يې په جګړو او ناخوالو کې را لوی شوی، د نورې نړۍ په شان يې خلک د مطالعې پوره مینه وال نه دي.

د ټولنپوهنې د علومو ماسټر سپین روان نورزي وویل، کتاب لوستل یو مسلک دی، چې زده کړه يې پرلپسې تمرین او کوښښ ته اړتیا لري.

د ده په وینا که ځوانان د مطالعې لپاره یو ځای مشخص کړي، هر وخت هغه ځای ته ورځي او پابندي کوي، نو بیا ورسره هغوی فکراً او جسماً روږدیږي او له مطالعې، نه ستړیږي.

د پوهنتون استاد نجیب واثق بیا د ځینو کتابونو دژبې پېچلتیا د دې لامل بولي، چې لوستونکي ته ستړی کوونکي تمامیږي او دویم لامل دادی چې ځوان نسل مطالعې ته پوره نه دی هڅول شوی.

دی زیاتوي، مطالعې ته د ځوانانو په هڅونو کې د مدني ټولنو، رسنیو، ښوونځیو، پوهنتونونو او د نورو نیمه لوړو زده کړو موسسو رول ډېر اغېز لرونکی دی.

بلخوا د خوست د روڼ اندو نظر دا دی، چې د تېر په پرتله دې ولایت کې د ځوانانو لخوا کتاب لوستنه ډېره شوې ده.

د ټولنیزو علومو ماسټر یعقوب جان ستوری وايي، په خوست کې د ادبیاتو، ټولنپوهنې او سیاسي علومو په برخو کې د ځوانانو مطالعه تر پخوا ښه شوې، خو په ولسوالیو او د خلکو په ګڼ میشتو سیمو کې د کتابتونو نشتون بیا مهمه ستونزه ده.

ښاغلی ستوری زیاتوي، په ولسوالیو کې د عامه کتابتونونو د جوړولو له لارې باید د مطالعې کلتور پیاوړی کړو.

الحاج عبدالکریم پتنګ له هغو لیکوالو دی، چې ۱۷ عنوانه بیلابیل ټولنیز، فولکلوریک او ځیني دیني کتابونه يې تالیف کړي دي.

دی وايي، د کتابونو د چاپ لپاره هغه پخوانی سیستم اوس نشته، پخوا به کتاب یوې علمي کمیټې لیده، د کمیټې تر تائیدی وروسته يې د چاپ لګښت دولت ورکاوه، خو اوس تر ډېره په خپله لیکوال اړ وي، چې د کتاب د چاپ لګښت هم ورکړي.

په افغانستان کې داسې مهال د کتاب لوستنې اوونۍ لمانځل کېږي او چارواکي د مطالعې د فرهنګ د دودولو لپاره د نویو برنامو او عامه کتابتونو د جوړولو د پلان خبرې کوي، چې لا هم په افغانستان کې لکونه ځوانان له زده کړو بې برخې دي او د ځوانانو د ذوق، ژبې او فکر برابر کتابونه په نشت حساب دي.