مینه منګل خاورو ته وسپارل شوه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د ولسي جرګې د فرهنګي کمېسیون سلاکاره او د ټلوېزیوني خپرونو چلوونکې مینه منګل د مې پر ۱۳مه د کابل په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. نوموړې د مې پر ۱۱مې د په کابل کې وسله والو وویشته. د کابل پولیسو د دغې پېښې د عاملینو د نیولو لپاره څېړنې پیل کړې دي. نور حال د تمیم اخګر په وېډیويي راپور کې.