د مارچ اتمه: افغان مېرمنې د سولې په مذاکراتو کې فعاله ګډون غواړي

په دې وروستيوو کې د افغان طالبانو او امريکايانو تر منځ په قطر کې خبرې تېزې شوي دي. افغان مېرمنې وايي په دې خبرو اترو کې بايد د ښځو حقونه ونه خوړل شي. د دوی په وېنا شوې پرمختګونه بايد وساتل شي. مشال راډيو د ځينو فعالو افغان مېرمنو خبرې راخيستې دي.

زکيه وردګ

زکيه وردګ (مدني فعاله او تجاره)

د سولې لپاره روانې هڅې هيله بخښونکي دي خو په دې مذاکراتو کې بايد د افغانانو نظرونه واورېدل شي. جګړو تر سړو ښځې ډېرې ځپلي دي. د دوی وروڼه، خوېندې، پلرونه او ميړونه وژل شوي دي. نن سبا تاسي وينئ چې افغانستان له پخوا ډېر فرق لري. اوس ښځو ډېر پرمختګ کړی دی. بايد د دوی غږ واورېدل شي. د ښځو پر دې پرمختګونو بايد جوړجاړی ونه شي. بغېر له ښځو يوه ټولنه بشپړه نه شي پاتې کېدلی. موږ عادلانه سوله غواړو نو د دې لپاره چې د ښځو حقونو خوندي وساتل شي بايد، د طالبانو سره په مذاکراتو کې ښځې جوت کردار ولوبوي. طالبانو هم بايد پوه شي چې افغان مېرمني پر شا نه ځي نو بايد چې حقونه یې ومني.

مقدسه احمدزۍ

مقدسه احمدزۍ (مدني فعاله)

د طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د ښځو رول ډېر مهم دي. موږ هم د سړو په شان د افغانستان وګړي يو. که موږ ته په دې مذاکراتو کې برخه نه راکول کېږي مانا یې دا ده چې موږ ړانده يو، ګوډ يو يا نوره داسې کمزوري لرو چې په دې خبرو کې بحث نه شو کولی. زموږ ډېرې ښځې وژل شوي دي، معذوره شوې دي او نور ډېر زياتي ورسره شوي دي. موږ هم د سړو په شان بلکې له سړو هم ډېره قرباني ورکړې ده. د ښځو پرمختګونه وژل شوي دي او حقونه ترې اخيستل شوي دي. اوس چې يو څه لرو نو د دې د دفاع او ښې راتلونکې لپاره بايد موږ طالبانو سره په مذاکراتو کې پوره ګډون وکړو.

فوزيه کوفي

فوزيه کوفي (سياستواله)

د فرورۍ په پنځمه د روس په پلازمېنه مسکو کې چې د طالبانو سره د افغان سياستوالو کومه غونډه وه، په هغې کې ما ښه په جار خبرې وکړي. ما ورته وويل چې افغانستان پخوانی افغانستان نه دی. د دا لومړی ځل وو چې ما د هغوی سره ملاقات درلود. داسې وه لکه يو خوراک چې دې نه وې خوښ خو بيا يې هم له مجبورۍ کوي. ما د ښځو د حقونو لپاره دا ملاقات وکړ. آيا د دې ضمانت شته چې طالبان به پر دې خبرو غوږ ونيسي او د ښځو حقونو ته به ژمن پاتې شي؟ نه، نشته! موږ بايد پر دې باور ونه لرو چې په دې مذاکراتو کې به د ښځو حقونه خوندي پاتې شي. (سرچينه: ای، ايف، پي خبري اژانس)

وږمه فروغ

وږمه فروغ (د افغان ښځو شبکې او د افغانستان د سولې عالي شورا غړې)

د طالبانو سره مذاکراتو کې بايد د ښځو ګډون سمبوليک نه وي. ټول وړانديزونه بايد واورېدل شي. موږ کولی شو چې له ټول افغانستان څخه استازې ولري او طالبانو سره خبرو لپاره بايد يو هېواد شموله پلاوی لرو. اوس چې طالبانو سره د امريکايي استازي زلمي خليلزاد خبرې روانې دي نو زموږ اندېښنه دا ده چې ولې په دې مذاکراتو کې د افغانانو رول نشته. موږ امريکا او طالبانو ته خطونه لېږلي دي چې ټول افغانستان او په ځانګړې ډول ښځې بايد له پامه ونه غورځول شي.

حسينه صافۍ

حسينه صافۍ (د اطلاعات او کلتور وزيره او د سولې لپاره د پلاوي غړې)

په هغو ولایتونو کې چې جګړې پکې ډېرې دي، ښځو داسې احساس وکړ چې د جګړې د پای ته رسولو د هڅو لپاره د سوله غوښتنې یوه ملي اجماع رامنځته کړي. موږ دا کار کړی دی. په ولايتونو کې مو د ښځو نظرونه راټول کړې دي. زه د مذاکراتو د ټیم له ادرسه ډاډ درکوم هره اندېښنه چې ښځې لري، په پام کې نیول کېږي او د مذاکراتو د مېز پر سر کېښودل کېږي. د ښځو حقونه به نه خوړل کېږي. ډاډمنې اوسئ.

رولا غني

بي بي ګل رولا غني (د افغانستان لومړۍ مېرمن)

افغان مېرمنې چې د سولې په مذاکراتو کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه اندېښنې لري، زه ورته اندېښنه نه‌لرم ځکه ډاډمنه یم چې په‌دغو مذاکراتو کې د افغان مېرمنو لاسته راوړنې او ارزښتونه په پام کې نیول کېږي. ټولې یو ډول خپه دي چې د سولې مذاکرات به څه نتیجه ولري؟ خو زه خپه نه‌یم. ځکه زه پوهېږم چې اوسنی حکومت د ښځو د لاسته راوړنو ملاتړی دی. هېڅ سوله به ونه‌شي چې مېرمنې په مذاکراتو کې نه‌وي او رأيې ورنه وانه‌خیستل شي.

دا هم واورئ

د سولې پر لور خپرونه: د طالبانو سره په مذاکراتو کې افغان مېرمنې څنګه برخه غواړي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سولې پر لور: طالبانو سره په مذاکراتو کې د ښځو برخه