د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، که امریکا په اروپا کې منځني واټن ویشتونکي توغندي ځای پر ځای کوي، روسیه به نه یوازې دغه اروپایي هېوادونه، بلکې په خپله امریکا هم په نښه کړي.
ولسمشر پوتین نن چارشنبه په مسکو کې خپل ولس ته په خپله وینا کې تکرار کړه چې د ۱۹۸۷ کال د «ای اېن اېف» یا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول له تړونه امریکا له دې کبله ووته چې خپلو دفاعي سیستمونو ته پراختیا ورکړي.
د امریکا متحده ایالاتو د روانې میاشتې په سر کې له دغه تړونه د وتلو شپږ میاشتنۍ پروسه پیل کړه.
دا اقدام تر هغه وروسته وشو چې واشنګټن او ناټو په پرلهپسې ډول مسکو تورن کړ چې د «9M729» ډوله د کروز توغندي په جوړېدو سره یې دغه تړون نقض کړی دی، خو مسکو دا تور ردوي.
د روسیې ولسمشر وایي، روسیه امریکا نهګواښي، بلکې له هغوی سره دوستانه اړیکې غواړي:
"روسیه غواړي چې له امریکا متحده ایالاتو سره په یوه متوازن چوکاټ کې هر اړخیزې دوستانه اړیکې ولري، روسیه هېڅڅوک نهګواښي، په امنیتي برخه کې زموږ ټول اقدامات کاملاً دوه اړخیز دي او دا د دفاعي خاصیت په معنی ده، موږ له هغوی سره د مقابلې لېوال نهیوو، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو په څېر له یوه نړیوال ځواک سره."
ولسمشر پوتین امریکا تورنه کړه چې د روسیې مشروع ګټې له پامه غورځوي او د روسیې ضد فعالیتونه کوي.
هغهیې بېلګې پر مسکو اقتصادي بندیزونه یاد کړل.