پر تورخم بندر د اېن اېل سي ټېکې پرضد د سړک پر غاړه سېمینار

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ په چارشنبه د پېښور پرېس کلب مخې ته د نېشنل لاجیسټیک سېل پرضد سيمينار وکړ چې د دوی په وینا پر تورخم بندر یې د ترسیلاتو ټېکه په خپله ولکه کې اخیستې ده او د مالونو وړلو لپاره خپل ټرکونه او کنټېنرې چلوي.په دې اړه دا ویډیو وګورئ. شخصي ټرانسپورټران او اېجنټان وايي چې ياده اداره ورته په ګټه برابره برخه نه ورکوي او د دوی پر کاروبار ېې سمه قبضه کړې ده. پي ټي ايم دا سيمنار د لارې پر غاړه وکړو ځکه چې د پېښور پرېس کلب سمبالوونکیو دننه غونډې کولو ته نه پرېښودل.