په پاکستان کې د سفري بندیزونو تور لېسټ ختم شو

سېنېټر عباسي وايي د پاسپورټونو ادارې چارواکي ومنله چې تور لېسټ غیرقانوني دی

پراګ - د پاکستان د سېنېټ د قانون او انصاف کمېټۍ ویلي، له هېواده بهر د سفري بندیزونو تور لېسټ ختم شوی دی او پکې شامل ټول نومونه لرې شوي دي.

د کمېټۍ مشر سېنېټر جاوېد عباسي د جنورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د جنورۍ پر ۲۲مه یې د پاکستان په کورنیو چارو وزارت کې د پاسپورټونو او کډوالۍ چارو مشر عشرت علي وربللی وو او له هغه څخه یې د سفري بندیزونو د تورلېسټ په اړه وپوښتل.

د کمېټۍ بل سېنېټر او د نیشنل پارټۍ مشر حاصل بزنجو وویل، د قانون او انصاف کمېتۍ د ممنوع الخروجۍ (اېګزېټ کنټرول) او د سفري بندیزونو تور لېسټ په اړه په تېرو ورځو کې څو غونډې وکړې او د وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) په ګډون یې یو شمېر چارواکي معلوماتو او ځواب ورکولو لپاره ورغوښتي ول.

دواړو سېنېټرانو وویل چې د ممنوع الخروجۍ او تور لېسټ ترمنځ لوی توپیر دی. د یوه کس له هېواده پر بهر د سفر بندیز واک له وفاقي کابینې سره وي او چې کله یې نوم په اي سي اېل کې ورشامل شي، نو حکومت یې ورخبروي. خو د سفري بندیز تور لېسټ غیر قانوني دی او چې څوک پکې شامل وي، هغه خبر هم نه وي.

تور لېسټ هېڅ وجود نه لاره، هېڅ قانوني حیثیت یې نه وو.
جاوېد عباسي

سېنېټر بزنجو وايي، حکومتي چارواکو سېنېټران قانع یا قایله نه کړای شول: "د تور لېسټ معنا دا ده چې [مشکوک کس]، که هر ځای وي، تر څار لاندې به وي. [نو موږ د وفاقي تحقیقاتي ادارې او له نورو چارواکو] څخه وپوښتل چې ایا په دې اړه کومه قانوني مسوده یا قانون شته؟ نو هغوی هېڅ ځواب رانکړای شو. بیا یې وویل چې دا د اېف ای اې خپل یو انتظام دی چې ورته یې د تور لېسټ نوم ورکړی. بیا د کمېټۍ غړو له هغوی څخه نورې پوښتنې وکړې خو سم ځواب یې رانکړای شو. نو کمېټۍ وویل چې تور لېسټ هېڅ ارزښت نه لري او تاسې هسې خلک په عذابوئ."

د قانون او انصاف کمېټۍ غونډې ته د بشري حقونو وزیره شیرین مزارۍ هم ورغلې وه. د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، مزارۍ هم د سفري بندیز تور لېسټ ناقانونه وباله.

د کمېټۍ مشر جاوېد عباسي وايي، تور لېسټ زیات خطرناک وو او چې د پاسپورټونو ادارې چارواکي عشرت علي یې په اړه سپیناوی ونکړای شو، نو خپله یې د ختمولو اعلان وکړ:

"تور لېسټ هېڅ وجود نه لاره، هېڅ قانوني حیثیت یې نه وو. [د پاسپورټونو او کډوالۍ څانګې مشر] موږ ته وویل چې [د تور لېسټ خبره یې] د پاسپورټونو په قواعدو او کتاب کې وراچولې وه. خو هېڅ [پارلېمان] ورته قانوني شکل یا ملاتړ یې نه دی کړی. [نو هغه وویل] چې تر اوسه پورې یې څه کړي، هغه سم نه ول، د قانون خلاف ورزي وه. هغه وویل، بښنه غواړم او بیا به داسې نه کېږي. له دې سره، کمېټۍ هم هغه وخت فیصله وکړه، [تور لېسټ] ختم شو او په هغه کې چې د خلکو نومونه ول، هغه ټول لرې شول."

دا هم وګورئ: محسن داوړ او علي وزیر په ضمانت خوشې شوي

ډان ورځپاڼه د بشري حقونو د وزیری شیرین مزارۍ له خولې لیکي چې په جمهوري حکومتونو کې د سفري بندیزونو تور لېسټ لپاره هېڅ ځای نشته.

نوموړې زیاته کړې چې له دې لېسټه هغه وخت خبره شوه چې د ۲۰۱۸ز کال د نومبر پر ۳۰مه چارواکو په قامي اسمبلۍ کې د شمالي او جنوبي وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن دوړ او علي وزیر له پېښور هوايي ډګره، متحده عرب اماراتو ته سفر ته پرېنښودل او ورته یې وویل چې نومونه یې د سفري بندیزونو په لېسټ کې دي.

د کمېټۍ سېنېټرانو زیاته کړه چې اوس به یوازې پر هغو کسانو د سفر بندیز لګي چې نومونه یې وفاقي کابینه د ممنوع الخروجۍ لېسټ یعنې اي سي اېل ته ورواچوي.