په لوګر کې ترافیکي پېښې اووه تنه وژلي

په لوګر کې ترافیکي پېښه.

د افغانسان د لوګر ولايت د مرکز اړوند د التمور په سیمه کې نن سهار [ډېسېمبر۱۵مه] د دوو ګاډو د ټکر له کبله اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر د والي ویاند شمشماد لاروي مشال راډیو ته وویل، چې شخصي کوچ او سراچه ګاډي په خپلو کې ټکر کړی او په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پيښې ټپیان او وژل شوي کسان د لوګر ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او هغه ټپیان چې روغتیايي وضعیت يې د اندېښنې وړ وو، هغه يې د درملنې لپاره کابل ته لېږدولي دي.

لاروی وویل، چې د ولایت مقام لخوا څېړنې روانې دي، تر څو معلومه کړي چې د پيښې وژل شوي او ټپیان کومو ولایتونو پورې اړوند دي.

د کابل-لوګر پر لاره د یاد ولایت سربیره د پکتیا او خوست اوسېدونکي هم تګ او راتګ کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه