اروپایي ټولنه: د افغانستان سولې او ثبات لپاره مرسته کوو

حمدالله محب او پیری مایدون

په افغانستان کې د اروپايي تولنې استازی وايي چې دا ټولنه اماده ده چې له حکومت او افغانانو سره د سولې او ثبات د تامين لپاره مرسته وکړي.

پيري مايدون دا خبره د ډېسېمبر پر ۱۳مه تر غرمې وروسته د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار حمدالله محب سره په کابل کې د کتلو پر مهال وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دې کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه، د سولې، امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې وشوې.

په دې اعلامیه کې راغلي چې محب د دې غونډې پر مهال له طالبانو سره د سولې په خاطر د بين الافغاني مذاکراتو د نويو ميکانيزمونو په اړه خبرې وکړې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه