په اوکراین کې امریکايي الوتکو ځانګړې الوتنې کړې

د امریکا جېټ الوتکي.

امریکايي الوتکو د ډېسېمبر پر شپږمه د اوکراین په فضایي حدودو کې ځانګړې الوتنې کړي دي.

پینټاګان وایي الوتنې یې د پوځي څار له نړیوال تړون سره سمې کړې دي.

امریکا دا کار په سیمه کې د روس زیاتیدونکي پارونکي او ګواښونکي فعالیت ته په کتو کړی دی.

په عین وخت کې امریکایي ټیلي ویژن سي این این هم ویلي پنټاګون په پام کې لري چې تور سمندرګي ته جنګي بیړي واستوي خو لا د دې خبر پخلی نه دی شوی.

د اوکراین ځواکونه له ۲۰۱۴م کال راهیسې د هېواد په ختیځ کې د هغو بیلتونپالو پرضد جنګېږي چې روس یې ملاتړ کوي.

همدا راز روس د اوکراین کرایمیا ټاپووزمه په ناقانونه توګه نیولې ده.

د کییف او مسکو ترمنځ اړیکې له هغه پس خرابې شوې چې روسي ځواکونو تېره میاشت د کرایمیا له ساحل سره نېږدې د اوکراین په بېړیو ډزې وکړې او د دې درې کشتۍ او ۲۴ ماڼوګان یې ونیول.

روس د نړیوال ټینګار باوجود دغه کسان نه دي خوشې کړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه