عمر زاخېلوال: سولې ته بايد د ملي ګټو او اهدافو په چوکاټ کې وکتل شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې د سولې پروسې ته بايد يوازې د ملي ګټو او د سولې د اهدافو په چوکاټ کې وکتل شي. نوموړي د ډيسمبر پر پنځمه د مشال راډيو له خبريال احمد شاه اعظمي سره د مرکې پر مهال وويل چې د سولې د پروسې ارزونه بايد د نتيجې پر اساس وشي.