پومپيو پر ايران، چين او روس نيوکې کړې دي

مايک پومپيو

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پر چين، ايران او روس د يو شمېر لوظنامو او ګڼ هېوادېزو تړونونو د سرغړونو په خاطر نيوکې کړي دي.

نن په برسلز کې د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو تر غونډې وړاندې د جرمني مارشل فنډ ادارې ته په وينا کې نوموړي وويل چې د دغو درو واړو هېوادونو اقدامات په نړۍ کې د بې ثباتۍ لامل ګرځېدلي دي.

پومپيو زياته کړه چې امريکا به په ډاګه د هغو “بدو عاملينو” نومونو اخيستو ته دوام ورکوي چې په نړيوالو ادارو کې د قانوني نيمګړتياوو په کارولو په خپله ګټه کار ورنه اخلي.

نوموړي پر هغو منتقدينو هم نيوکه وکړه چې دا نظر څرګندوي چې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظاميه پر نړيوالو چارو يو اړخيزه اقدامات کوي.

پومپيو زياته کړه چې دوی د خپلواکو هېوادونو د يوې داسې نړۍ د خونديتوب او پرمختګ لپاره کار کوي چې پر انصاف، شفافيت او ازادۍ ولاړه ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه