په پېښور کې د دوشنبې پر ماښام نامعلومه کسانو په ډزو یو خبریال نورالحسن وژلی او د هغه همکارکېمره مېن شبیر خان یې ژوبل کړی دی.
دوی دواړو په نوښار کې د یو شخصي ټیلي ویژن (روز نیوز) لپاره کار کاوه.
د پېښور پولیسو د دفتر ویاند محمد الیاس سدوزي د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا دواړه خبریالان په پېښور رنګ روډ نامعلومو موټرسایکل سورو په نښه کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د پېښې سي سي ټي وي فوټیج ترلاسه شوی او تحقیقات یې پیل شوي دي. تر اوسه د دې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.
دا په روان یو کال کې په خېبر پښتونخوا کې څلورم خبریال دی چې وژل کېږي. د خبریالانو اتحادیو له حکومته غوښته کړې چې د دوی تحفظ دې یقیني کړل شي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.