"قبایلي ضلعو کې زرګونو سکولو او ښوونکو ته اړتیا ده"

په خېبر دره کې د پرایمري سکول دوه زده کوونکي

پراګ ـ د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی د تعلیمي چارو سلاکار ضیا الله بنګش مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، د سکولونو د معیار د ښه کولو لپاره په کار بوخت دی.

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، په قبایلي ضلعو کې یې د تعلیم د پر مختګ لپاره له وفاقي حکومته ۱۸ اربه روپۍ تر لاسه کړي چې د لګولو لپاره یې یو بشپړ پلان هم تیار شوی دی.

د تعلیم په هکله د یادې صوبې د وزیراعلا سلاکار ضیاء الله بنګش د خالي په ورځ مشال رېډیو ته وویل، د کابینې د منظورۍ نه پس به په دغه پلان کار شروع کېږي. دی وايي:

((په دې پلان کې به د لسم او دولسم جومات لپاره د سکولونو تعلیمي معیار ښه کولی شي، د ورانو شویو سکولونو د بیا جوړونې کار به پکې کیږي. د سکول نه بهر ماشومان به سکولونو کې داخلول کیږي او په قبایلي ضلعو کې د استاذانو د کمښت پوره کولو لپاره به نوې استاذان بهرتي کوي.))

ضیاء الله بنګش هم دا راز وویل چې له سکولونو غیر حاضر استاذانو ته یې مهلت ورکړی او که حاضر نشي نو له نوکریو به لرې کړل شي.

دا هم وګورئ: قبایلو ته د عدالتي نظام غځولو لپاره شپږ میاشتې وخت په کار دي: یوسفزی

بلخوا د قبایلي ضلعو د استاذانو د اتحادیې مشر خان مالک مسود وايي، په قبایلي ضلعو کې لا هم انتظامي بدلون نه دی راغلی نو ځکه یې د تعلیم په حواله مسئلې نورې هم پیچلې شوي دي. نوموړي وویل:

((د فاټا د انتظام لاندې به مو څه نا څه کارونه کېدل اوس هغه هم ولاړ دي. په جنوبي وزیرستان کې له تېرو درو میاشتو راهیسې د تعلیم د څانګې مشر نشته. د کمیونټي سکولونو او نورو پرمختیايي کارونو لپاره بجټ نه جاري کېږي. د پخوانۍ فاټا چارواکي وايي ستاسو انتظام صوبې ته حواله کړل شوی، دلته صوبايي چارواکي هم فنډ نه جاري کوي.))

دا هم وګورئ: د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه

خو د تعلیم په هکله د څیړونکې ادارې الف اعلان یو چارواکی عمر اورکزی وايي چې د قبایلي ضلعو د تعلیم په پر مختګ به وخت لګي:

((په قبایلي ضلعو کې د نورو برخو په څېر د تعلیم نظام هم ډیر شاته پاتې شوی دی. دلته ۷۵ فیصده جینکۍ له تعلیم نه بې برخې دي. په دغو ضلعو کې د ۷۰۰۰ استاذانو کمی دی، دا راز نزدې ۸۰۰۰ سکولونو جوړولو ته ضرورت دی. نو په دې لړ کې ډیر کار کول دي چې وخت به نیسي.))

د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا سلاکار ضیاء الله بنګش وايی په قبایلي ضلعو کې د تعلیم د ودې لپاره د صوبايي حکومت د اقداماتو نتیجې به په یو کال کې مخې ته راتلل شروع شي.