په انګور اډه د حقاني شبکې دوه وسله وال وژل شوي ۱۲ ژوبل

جنوبي وزیرستان انګور اډه.

په جنوبي وزیرستان کې د حقاني شبکې او طالبانو په یوه دفتر کې چاودنه شوې چې پکې دوه وسله وال وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲ ژوبل دي.

د سیمې یوه انتظامي چارواکي او یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، پېښه د نومبر پر ۲۲مه سهار شاوخوا اووه بجې د انګور اډې په بازار کې د حقاني شبکې د یوه قومندان نېک په دفتر کې شوې.

دوی وايي، په چاودنه کې یو قومندان جمشېد ګنګيخېل هم ژوبل دی.

د پاکستان پوځي چارواکو او د وسله والو طالبانو د دې پېښې او مرګژوبلې په اړه لا څه نه دي ویلي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه