سټولټنبرګ: طالبان دې جنګ بس کړي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټن برګ

د ناټو جنرال سیکټري ينس سټولټنبرګ کابل ته په یو ناڅاپي سفر کې پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه دې ختمه کړې او د سولې خبرو ته دې حاضر شي.

نوموړي د نومبر پر شپږمه، یوې خبرې غونډې ته وویل، د افغانستان د مستقبل د برخې جوړېدو لپاره باید طالبان تشدد پرېږدي او د مذاکراتو لاره خپله کړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

سټولټنبرګ دا خبرې له هغې وروسته کړي دي چې افغان چارواکو او هم طالبانو دا ویلي دوی به په روانه اونۍ کې په مسکو کې د سولې په نړیوال کنفرنس کې ګډون کوي.

په پرونیو خبرو کې سټولټنبرګ دا هم وویل، د سولې ټولې خبرې به د افغانانو په خوښه او د دوی په مشرۍ کې تر سره کېږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه