لیبیا کې د کښتیو ډوبېدو له کبله تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي

د لیبیا پر ساحل د پناه غوښتونکو کښتی.

د بې پولې ډاکټرانو په نامه سازمان وايي، د سېپټمبر په پیل کې د لیبیا پر ساحل د کښتیو ډوبېدو له امله تر ۱۰۰ زیات پناه غوښتونکي وژل شوي دي.

یاد سازمان د ژوندي پاته شویو له خولې ویلي چې په دې وژل شویو کې تر ۲۰ زیات ماشومان هم شامل دي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ویلي چې لیبیايي چارواکو د سېپټمبر پر دویمه نېټه۲۷۶ هغه پناه غوښتونکي بیرته هیواد ته راوړي چې د ډوبېدونکو کښتیو ژوندي پاته شوي هم پکې شامل دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، په روان کې تر اوسه تر ۱۵۰۰ زیات هغه پناه غوښتونکي وژل شوي دي چې تر میدېترانې سمندر – د پورېوتو هڅه یې کوله.