د خېبرپښتونخوا د نوې کابینې غړيو نن چارشنبه د خپلو څوکيو سوګند پورته کړ.
له دوی څخه د صوبايي اسمبلۍ سپيکر چې د خېبر پښتونخوا قايمقام ګورنر دی د پېښور په ګورنر هاوس کې سوګند واخيست.
په کابينه کې عاطف خان سينير وزير ،شهرام ترکی د بلدياتو، تېمور سليم جهګړا د خزانې ،محمد اشتياق ورمړو د ځنګلاتو او قلندرخان لودي د خوراک ، شکيل خان د محکمه مال، محب الله د زراعتو ، ډاکټر امجد علي د معدنياتو، سلطان محمد خان د قانون، هشام انعام الله د صحت او کامران بنګش د انفارمېشن ټکنالوجۍ وزيران دي.
د ۲۵ مې جولايې په انتخاباتو کې پاکستان تحريک ترټولو زياتې څوکۍ ګټلې وې او دا دويم ځل دی چې دا ګوند په خېبر پښتونخوا کې حکومت جوړوي.