روحاني: امریکا به خپل هدف ته ونه رسېږي

د ایران ولسمشر حسن روحاني.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د پارلېمان غړیو ته ويلي چې ایران به پر دې هیواد د امریکا پر نویو لګول شویو بندیزونو قابو و مومي او په سپینه ماڼۍ کې ناست ایراني ضد چارواکو ته به وښیي چې دغه بندیزونه به خپل هدف ته په رسېدو کې ناکام شي.

نوموړی د اګست پر ۲۸مه په تهران کې د پارلېمان غونډې ته وربلل شوی وو چې په هیواد کې د روان اقتصادي حالت د خرابیدو، د قیمتونو د لوړېدو او د بې روزګارۍ د زیاتوالي په اړه د خپلو اقداماتو په حقله د پارلېماني غړيو پوښتنې ځواب کړي.

خو د هغه ځوابونو د پارلېمان د غړو قناعت ترلاسه نکړای شو او دا موضوع عدالت ته ولېږل شوه.

روحاني چې وينا يې په ټيليويژن نيغ په نيغه نشر کېدله وويل چې اقصتادي حالت په مشکلاتو کې دی خو تر دې هم مهمه خبره داده چې د خلکو د ايران راتلونکې په اړه باور له لاسه ورکړی او د دې هېواد د ځواکمن پاته کېدو شک لري.

د پارلېمان غړيو له نوموړي څخه د بېروزګاري په ختمولو کې د حکومت ناکامي، د اقتصادي ودې ورو والي، د ريال راپرېوتو او د پولو دواړو غاړو ته د سمګلنګ په مخنيوي کې د حکومت د پاتې راتلو په اړه پوښتنې وکړې.