ویناوال: دلته روانه جګړه پردۍ ده، خو قربانیان يې افغانان دي

په خوست کې د روانې جګړې په اړه غونډه.

د خوست معلولین وايي، چې پدې هېواد کې هغه مهال سوله او امن ټېنګیدلی شي، چې ټول افغانان په یو لاس د جګړې پر ضد غږ اوچت کړي.

هغوی زیاتوي، په افغانستان کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې جګړه ده، چې قربانیان يې د دې هېواد خلک دي او ګټه يې پردیو ته رسیږي.

بلخوا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي هم په افغانستان کې د روانې جګړې پر زیانونو انديښنه څرګندوي او وايي چې په وروستیو نهو کلونو کې یوازې ۶۴ زره ملکي وګړو ته د دوی د ارقامو له مخې مرګ ژوبله رسیدلې ده.

نن د چارشنبې په ورځ په خوست کې د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي د نړیوالې ورځې په کنفرانس ویناوالو وویل، چې دا جګړه هغه مهال ختمیږي، چې ټول افغانان په یو لاس د جګړې او جګړه غوښتونکو پر وړاندې ودریږي.

د ترهګرۍ د بریدونو یو معلول غلام محمد د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې روانه جګړه افغاني نه ده، پر افغانانو تپل شوې جګړه ده، چې قربانیان يې افغانان دي، خو ګټه يې نور خلک اخلي.

د معلولینو د اتحاديې مشر دوست محمد اخندزاده هم په خپلو خبرو کې وویل، چې د ترهګرۍ زیانونه دوی زغملي او سختۍ يې برداشت کړي، نو هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د خپلو ګټو په خاطر د جګړې پر دوام ټېنګار وکړي.

نوموړی وايي:

((د تروریزم د جګړې ګټې په افغانستان کې د مافیا کړۍ وړي، خو قرباني يې افغانان ورکوي، چې موږ راغلي معلولین يې ښه بیلګه یو، د تروریزم د عمل د زیان خوند موږ لیدلی دی، نو موږ معلولین وروڼه هېچا ته دا اجازه نه ورکوو، چې د دغه بد عمل پر دوام ټېنګار وکړي او يا يې سرته ورسوي.))

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان هم په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانان هغه خلک دي، چې د ترهګرۍ د جګړې قربانیان دي، ځکه تروریستان په خپلو اعمالو باندې د خلکو عام وژنه کوي.

ده له خلکو وغوښتل چې د دې پدیدې د مخنیوي لپاره ټول یو لاس شي.

بل لوري ته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون استازي وايي، چې په وروستیو لسو کلونو کې د دوی د سروې ګانو او مالوماتو پر بنسټ د افغانستان په جګړې کې ۶۴ زرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې پدې کې ۲۳ زره کسان وژل شوي، خو پدې ارقامو کې پوځیان او جنګیالي ندي شمېرل شوي.

د یاد کمیسیون یو تن کارکوونکی سیف الرحمن نیازی وايي، چې یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، په وروستیو لسو کلونو کې د وژل شویو شمېر ۷۷ زره کسان ښودلی او معلولین يې ۷لکه ۸۸ زره ۴۰۰ تنه ښودلي چې د هغوی په وینا دا ارقام د افغاني ټولنې نږدې درې سلنه وګړي جوړوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کارکوونکو وویل، دا چې په بیلابیلو هېوادونو کې د ترهګرۍ د بریدونو له کبله مرګ ژوبله رامنځته کیږي او د تلفاتو شمېر يې ډيریږي، نو یو شمېر هېوادونو وپتیله چې د جګړو د مخینوي او د جګړو د قربانیانو د ملاتړ په موخه یوه ورځ ونوموي.

د دوی په خبره چې په روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې ملګرو ملتونوپدې باب پرېکړه وکړه او د افغان حکومت وزیرانو شورا هم د ۱۳۹۷ لمریز کال د ثور په ۹ مه نېټه په خپله غونډه کې د ملګرو ملتونو مصوبه تصویب کړه او د اسد ۲۴ مه یا د اګست پنځلسمه يې د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او درناوي د ورځې په نوم ونوموله.